کورنیو چارو وزارت له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار د ولسي پاڅونونو درنای کوي

خلک د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې د مبارزې په پار له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره درېدلي او د دې ځواکونو تر څنګ یې د ترهګرو د ځپلو په موخه فعاله ونډه اخیستې ده.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له امنیتي ځواکونو د ملاتړ له کبله د افغانستان له باعزته خلکو مننه او درناوی کوي، چې له یادو ځواکونو سره یو ځای له خاورې او عامه تاسیساتو د ساتنې له امله درېدلي او د طالب ترورېستي ډلې په مقابل کې چې د وحشت او تخریب لامل کېږي، پراخې ولسي لیکې یې جوړې کړې دي.