کندوز کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز ولایت د علياباد ولسوالۍ په حاجي سیدشاه کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او د یوه ډلمشر په شمول یې ۸ نور ټپیان دي.
په دې عملیاتو کې د دوښمن یو اندازه وسلې او تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.