کندوز کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۴
ل

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندوز ولایت کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په ځوابیه برید کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو تېره شپه د کندوز ولایت په بلکول سیمه کې د  پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو بریدونو سره مخ شوي او په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په دې نښتو کې یو پولیس برسېرن ټپي شوی دی.
بلخوا؛ د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې یو ترهګر طالب چې غوښتل یې هدفي وژنې ترسره کړي، د پولیسو له لوری تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی.