کندوز کې یو ترهګر د برید له ترسراوي دمخه ووژل شو
![۷](/sites/default/files/2021-05/189096266_2019906448147242_7878305353976382219_n_26.jpg)
کندوز ولایت کې یو ترهګر چې غوښتل یې د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې پر منسوبینو برید وکړي، تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی.
یاد ترورېست تېر ماښام هوډ درلود، څو د تومانچې په وسیله په رستاقاباد سیمه کې د پولیسو پر منسوبینو برید وکړي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شوي بریدګر څخه یوه قبضه تومانچه چې په ترور کې یې ترې استفاده کوله، ترلاسه شوې ده.