کندوز کې د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د تولید یو لابراتوار کشف او ترلاسه شو

د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مرکز په اړوند درېیمه ناحیه کې د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو یو لابراتوار کشف او ترلاسه کړی دی.
له یاد لابراتوار څخه چې په یوه استوګنیز کور کې یې فعالیت درلود، څه باندې ۲۰۰ "کا" نشه کوونکي تابلېتونه، یو اندازه ښيښه او یو شمېر نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.