کندهار کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۱:۴۰

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د ټغړۍ په سیمه کې امنیتي ځواکونو یو لړ ګډ هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو قبضه راکټ، یو میل کلاشینکوف، یو پایه مخابره او یو موټر سایکل د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره شوي چې له امله یې درې ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.