کندهار کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۰:۶

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په " بیسیم، شرغه، ذایل او چهار سنګان" سیمو کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې لس ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده سراچه موټر له یو شمېر جګړه ییزو توکو سره له منځه وړل شوي او د ترهګرو طالبانو له خوا څلور کړۍ کرل شوي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
یاد عملیات له سیمې د ترهګرو طالبانو تر بشپړ پاکونې دوام لري.