کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۹:۳۲

تېره ورځ د کندهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.
یاد ځانمرګی ولی الله نومېږي چې په عثمان مشهور دی او د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
ولي الله د لومړنیو څېړنو پر مهال ویلي، چې نوموړي ته په پاکستان کې چمن ته څېرمه په یوه مدرسه کې د مولوي زبیر لخوا یو کال روزنه ورکړل شوې، څو په کندهار کې ځانمرګی برید وکړي.
یاد ځانمرګي ته په پاکستان کې د روزنې پر مهال ویل شوي، چې افغانان کافر شوي دي.
د یادونې ده چې د ولي الله نومي سربېره د ځانمرګو بریدونو د ډلې یو تسهیل کوونکی هم نیول شوی او د دې ډلې د پاتې نورو غړو د نیولو لپاره هم د پولیسو هڅې روانې دي.