کندهار کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.

د کندهار پولیسو د دوهمې امنیتي حوزې د نوشیجان ویالې په سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي او وسلې کشف، ضبط او شنډ شول.
د یادو عملیاتو پرمهال ۱۶ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، ۷ کړۍ لاسي بمونه، یو میل مېکاروف تفنګچه او ۲۰ ډزه د مېکاروف ګولې کشف او شنډ شوې دي.