کندهار کې څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې ۱۰۴۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل.
ترهګرو د نېش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۵۲ بشکې ماینونه چې هر یو ۲۰ کیلو ګرامه وزن درلود، ځای پر ځای کړي وو؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول.