کندهار کې د ۲۰ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی وشو.

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۲:۱۰
د ملي پولیسو ځواکونو د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ۲۰ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی.
یاد ماینونه د ترهګرو طالبانو له خوا د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چنار کلي کې د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای شوي وو.
د دې ماینونو په کشف سره، په کندهار کې د څو ترهګریزو پېښو او ملکي مرګ ژوبلې څخه مخنیوی شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۵۶
Background image

پر کندهار هوايي ډګر د برید په تړاو یو تن ونیول شو.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو پر کندهار هوايي ډګر د ترهګریز برید په تړاو یو تن نیولی دی.
یاد کس د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

نورستان کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په نورستان ولایت کې څلور ترهګر طالبان ووژل.
ترهګر طالبان د نورستان ولایت په وانټ وایکل ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
د عملیاتو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

خوست کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی.

ملي پولیسو د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړو.
ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د باک ولسوالۍ په سیمو کې یو کړۍ ماین خښ کړی و، چې موخې ته. . .

بېرته خبرونه ته