کندهار کې د پولیسو له خوا د ۴۳۰ کیلو ګرامه مخدره توکو نیول کېدل
د کندهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت د ځانګړې قطعې د پولیسو په مرسته، د چرسو پر یو لابراتوار د عملیاتو پر ترڅ کې ۴۳۰ کیلو ګرامه مخدره توکي ونیول.
دا عملیات د کندهار ولایت د څلورمې حوزې اړوند په لښکرګاه ښار کې د باباجي په سیمه کې ترسره شول؛ چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.