کندهار کې د هدفمندو ترورونو عاملین ووژل شول
کندهار ښار کې د هدفمندو ترورونو دوه عاملین د پولیسو لهخوا تر پېژندنې وروسته وژل شوي دي.
یادو کسانو تېره شپه د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند "تورهبوره" سیمه کې د پولیسو پر ګزمه ترورېستي برید ترسره کړی و.
ملي پولیسو د ځوابیه غبرګون په ترڅ کې دواړه ترهګر بریدګر وژلي دي.
دې کسانو په کندهار ښار کې د امنیتي منسوبینو او مخورو څېرو په هدفي ترورونو کې فعال نقش درلود او له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.