کندهار کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

تېره ورځ ترهګرو طالبانو د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دې نښتې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.