کندهار کې دوه تنه د یوه صراف د قتل په تړاو ونیول شول

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د یوه صراف د قتل په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو یوه اونۍ دمخه یو صراف وژلی و او بیا د پېښې له سیمې تښتېدلي وو.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.