کندهار کې دوه ترهګر طالبان له یو اندازه وسلو او مهماتو سره ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۵:۳۹
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په دولسمه حوزه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه شپږ میله بېلابېل ډوله وسلې، شپږ قبضې لاسي بمونه، دوه پایې مخابرې، یو عراده موټر، یو اندازه چاودېدونکي توکي، مهمات او نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.