کندهار کې دوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۳:۲۵

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو کمانډو ځواکونو د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
د عملیاتو پرمهال یو عراده موټرسایکل او یو میل پیکا د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.