کندهار کې درې ترهګر طالبان وژل شوي.

کندهار کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او د یوه ماین له چاودنې مخنیوی شوی.
د کندهار ولایت د لومړۍ او لسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي پولیسو له خوا درې ترهګر طالبان هغه مهال له پېژندې وروسته ووژل شول چې غوښتل یې د ملي پولیسو منسوبین ترور کړي.
همداراز پولیسو کندهار کې د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی کړی.
ترهګرو طالبانو ماین د هوټل دننه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.