کندهار کې؛ ۷۵۰ روږدي کسان له درملنې وروسته کورونو ته ستانه شول
د کندهار د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۷۵۰ تنه روږدي چې د یاد ولایت د روږدو په ځانګړي روغتیایي مرکز کې لس میاشتې بیستر وو، له روغتیا وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
هېره دې نه وي، چې په یاد شمېر کسانو کې د نیمروز اوسیدونکي په ځانګړي ټرانسپورټ کې خپلو کورونو ته ولېږدول شول.