کندهار هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو په کندهار هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران نیولي دي.
یاد قاچاقبران د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي دي، چې په نس کې یې څه باندې یو کیلو ګرام هیرویین د کپسول په ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.