کندهار او غزني کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي
د کندهار او غزني ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له ترهګرو طالبانو سره دوه بېلې نښتې کړې، چې له امله یې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار ولایت د شاهوليکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او پینځه ترهګر ټپیان شوي دي.
د دې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۱۶ کړۍ ماینونه او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم د پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ د نښتې په پایله کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.