کندز کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۰:۱۳
5

تېره ورځ د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کندز ښار او خان اباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې د الکولي څښاکو د پروسېس یوه کارخونه او یو شمېر نظامي مهمات او تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
پدې عملیاتو کې یو شمېر الکولي څښاک، د څښاکو جوړولو یوه کارخونه له وسایلو سره یو ځای ترلاسه شوي دي.