کاپیسا کې په هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تړاو د یو کس د وژل کېدو سربېره؛ درې ترهګر ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د کاپیسا ولایت د حصې اول ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د یوې جنایتکارې ډلې مشر چې د ترورېستي پېښو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو او هدفي وژنو په قضیو کې یې لاس درلود، وژل شوی دی.
همدارنګه؛ دې ځواکونو د کاپیسا ولایت د حصې دوم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه بل عملیات په پایله کې درې تنه له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.