کاپیسا کې اته کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.
![v](/sites/default/files/2019-05/59763232_1350642731740287_3516575589668487168_n.jpg)
د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې اته کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو اته کړۍ بېلابېل ماینونه چې ترهګرو طالبانو د نجراب ولسوالۍ په چوکان باز سیمه کې ځای پر ځای کړي وو؛ کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ملکي وګړو او نظامي ځواکونو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې پولیسو کشف او چاودنه ورکړه.