کاپیسا ولایت کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۹ - ۱۱:۳۲
moi



د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې پینځه طالب ترهګر له یو اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوي او ۵۲ کلي د ترهګرو له شتونه پاک شوي دي؛ دا عملیات څه موده وړاندې پیل او په ۱۸ د لېندۍ پای ته ورسېدل.
د یادولو وړ ده، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د مېشتوالو د ښه امنیت د ټینګښت په موخه څو امنیتي پوستې هم جوړې شوې دي.