کاپیسا او لوګر کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۸:۳۴
ا

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کاپیسا او لوګر ولایتونو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژلي دي.
د دې ترهګرو له منځه اته یې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ او پنځه نور یې د لوګر د مرکز په اړوند سیمو کې وژل شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو پنځه میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، ۲۶ عدده شاجورونه، څلور سوب پرتلې او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.