کاپيسا کې درې تنه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۳:۴۵
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو، ملي پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو د کاپيسا ولایت د مرکز په نواباد سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو کړۍ د وسایطو ضد ماین، درې ډزه توغندۍ غورځوونکې ګولۍ او همداراز یو شمېر مهمات ترلاسه شوي دي.