کابل کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۴:۲۵
5

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، پینځمې، دیارلسمې او پینځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د قتل، ژوبلې، د موبایل غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه او دوه قبضې برچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.