کابل کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۵۴
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، اومې، نهمې، لسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د انسان تښتونې، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د نشه يي توکو د پلور، د عامه امن او نظم د اخلال او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.