کابل کې ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د کابل دروازې د قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د وسایطو د پلټنې پرمهال ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي د شیشه له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د څرخي پله له دروازې ضبط شول.
پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیولي، چې دوه یې ښځې او دوه نور یې نارینه دي.