کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۲ - ۱۵:۲۵
ب

پولیسو ۱۰ تنه هغه کسان چې تر دې دمخه تر څار لاندې وو او په بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: چپاولګري، غلا او غیراخلاقي جرمونو کې یې لاس درلود؛ نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، شپږمې، اومې او یوولسمې ناحیو له اړوند سیمو نیول شوي  دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو عراده لېږدوونکې واسطه او یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.