کابل کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او کندهار کې دوه نامسووله وسله‌وال ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۳:۶

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.
همداراز دې ځواکونو د کندهار ولایت د شاه‌‌ولي کوټ ولسوالۍ په دامنه کلي کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه نامسووله وسله‌وال له دوه میله کلاشینکوفونو او یو شمېر مهماتو سره یو ځای نیولي دي.