کابل کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۰
7

د کابل ښار دروازو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مؤظفو منسوبینو ۱۲ کیلو او ۶۰۰ ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه يي توکي د کابل شمال دروازې د تلاشیو په پایله کې ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.