کابل کې یو کس د ترورېستي بریدونو په ځانګړې توګه د مقناطیسي ماینونو د سازماندهي په تړاو ونیول شو

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۰:۵
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یې د ترهګریزو بریدونو، د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو د خښونې مسوولیت پر غاړه درلود، نیولی دی.
یاد کس تېره ورځ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
له نیول شوي ترهګر څخه اته کړۍ مقناطیسي ماینونه، څلور کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، یو کړۍ بشکه‌يي ماین، درې کړۍ لاسي بمونه، څلور قبضې نارنجک او یو اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادو ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یوه بل عملیات په ترڅ کې هم یو کس له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولی دی.