کابل کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو یې څلور تنه ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۰:۳
8


تېره شپه د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې له منسوبینو سره یو ځای د یادې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له قیده ازاد کړی دی.
د دې برسېره پولیسو د عملیاتو په سیمه کې درې تنه د دې ماشوم د تښتونې په تړاو نیولي او د دې قضیې تر انکشاف وروسته نن سهار د کابل ښار د اولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د انسان تښتوونکو د یادې ډلې یو ډلمشر هم تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع چې د خوشې شوي ماشوم او کورنۍ سره یې لیدنه درلوده، د دې قضیې په اړه یې د خلکو له همکارۍ او د پولیسو د پر وخت اقدام څخه مننه او ستاینه وکړه.
د پولیسو لخوا ازاد کړل شوی ماشوم عزیزالله نومېږي، چې دوه ورځې مخکې ناپېژانده کسانو د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له اړوند سیمو څخه تښتولی و او له یوې شپې ورځې وروسته پولیسو د یاد ماشوم د ساتنې ځای تثبیت او د بېړنیو عملیاتو په پایله کې ژغورلی دی.