کابل کې څلور تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۰:۱۷
6

پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، غلا، او چپاول په تړاو نیولي دي.
د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس چې د یوه بګرامي مېشتي په قتل تورن و، نیول شوی دی.
د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس چې څه موده دمخه یې د څلورمې حوزې په سیمو کې یو موټر تښتولی و او له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، له غلا شوي موټر سره یو ځای نیول شوی دی.
د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس چې د هټیو په غلا تورن و، نیول شوی دی.
همداراز د اولسمې ناحیې په سیمو کې یو کس د ژوبلې او د عامه مالونو د چپاول په تړاو نیول شوی دی.