کابل کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کړۍ ماین چې ترهګرو طالبانو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مسیر ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړی دی.
همداراز ترهګرو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین په یوه ګلدان کې ځای پر ځای کړی و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.