کابل کې له دوه خونړیو پېښو مخنیوی شوی
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند کوټېسنګي سیمه او د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د سړک پر غاړو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.