کابل کې د یوې جرمي شبکې ډلمشر ونیول شو.

نن د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو، کابل ښار کې د یوې جرمي شبکې ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی.
دا کس عابد نومېږي، چې په "بیني" مشهور و او د یوې جرمي شبکې ډلمشري یې کوله.
عابد د کابل ښار په بېلابېلو جرمي قضیو لکه: وسله والې غلاوې، لارنیونې او شکونې کې لاس درلود.
پولیس هڅه کوي، هغه کسان چې د خلکو د امنیت او هوساینې د له منځه وړو لامل کېږي، ونیسي او له قانون سره سم چلند ورسره وکړي.