کابل کې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف شوه
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
دا عملیات نن مازدیګر د ۲۱مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي، چې په پایله کې له یوه استوګنیز کور څخه ۲۵۲ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د "امونیم نایترېت" له ډوله ترلاسه شوي دي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دې قضیې په تړاو یو کس نیولی دی.