کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله مهار شوه
د وسله والو غلو یوې ډلې له څه مودې راهیسې د کابل ښار په بېلایېلو سیمو په ځانګړې توګه د څلورمې، یوولسمې، پينځلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د پغمان، شکر درې او میربچه کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه، چې له مخکې د پولیسو تر څار لاندې وه.
د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې منسوبینو نن غرمه د یادې حوزې په اړوند سیمو کې د دې ډلې د نیولو په پار یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په لړ کې وسله والو غلو د پولیسو پر وړاندې نښته پيل کړه، چې په پایله کې یې د غلو یو کس ووژل شو او د یوه ټپي سربېره دوه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل وسله او یو عراده کرولا ډوله موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.