کابل کې د نظامي یونیفورم او البسې لویه زېرمه کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۱:۱۶
7

د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نظامي یونیفورم او البسې یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
په یاده زېرمه کې: ۶۵ زره جوړې یونیفورم او ۴۵ زره جوړې عسکري بوټونه شامل دي چې له تېرو کلونو راهیسې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند "ډسپېچري" سیمه کې په نهو څلوېښت فوټه کانتینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.