کابل کې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه غړي له یو زیات اندازه پیسو سره ونیول شول 

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۶:۳۴
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د "امنیتي میثاق" پر بنسټ د کابل ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو په موخه ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه مهم غړي په ځانګړې توګه د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو پلورونکي نیولي دي. 
د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د یادې شبکې د یوه غړي له استوګنځي څخه یو اندازه الکولي څښاک، ۸۱ قرصه نشه کوونکي تابلېتونه، ۲۳۵۶۰۰۰ افغانۍ، ۱۰۸۰۰ امریکايي ډالره، دوه قبضې تفنګچې، یو قبضه چاقو، یو پایه کمپیوټر، د پیسو حسابولو یو پایه ماشین او یو عراده موټر ترلاسه شوي او همدارنګه د درېیمې حوزې په اړوند سیمو کې له بل کس څخه ۱۷۰ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي. 
 د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.