کابل کې د سازمان شویو جرمونو یو فراري تورن ونیول شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۴:۳۹
7

د سازمان شویو جرمونو ډلو د غړو د نیولو په دوام د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې ځینې ځانګړي اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دا ځل یو بل فراري تورن شېر سیاه سنګ تر پېژندنې وروسته نیولی دی.
یاد کس د کابل ښار د اتمې، نهمې او شپاړلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، قتل او باج اخیستنې په ګڼو قضیو کې لاس درلود، چې د پولیسو تر څار لاندې و.