کابل کې د حقاني شبکې یو مهم ډلمشر ونیول شو.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو د حقاني ډلې یو مهم ډلمشر "محمد صادق" له دوه نورو همکارانو سره یې یو ځای نیول شوي دي.
صادق په کابل کې په ګڼو ترورېستي پېښو او د ځانمرګو بریدونو په طرح و سازماندهي کې لاس درلود.