کابل کې د تورو ښيښو ۱۰۰ عرادې موټر پاک او ګڼ شمېر وسلې له غیر مسووله وسله والو د پولیسو لاسته ورغلې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۹:۵۵
ر

د عامه امن پولیسو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تورو ښیښو موټرو د پاکونې او د بې اسناده وسلو د ټولولو په هدف یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ۱۰۰ عرادو موټرو تورې ښيښې پاکې او ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې یې ضبط کړې دي.
همداراز پدې عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۲۰ شاجورونه، ۳۷۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ، ۱۰ قبضې لاسي بمونه او یو شمېر نور غیر قانوني نظامي وسایل د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د تورو ښیښو موټرو د پاکونې او غیرقانوني وسلو د ټولولو عملیات په پلازمېنه او د هېواد په نورو ولایتونو کې په چټکۍ سره جریان لري او تر بشپړې پاکونې او ټولنې به روان وي.
د هېواد په کچه په ځانګړې توګه په کابل کې سازمان یافته جرمونو د تورو ښیښو موټرو او بې جوازه وسلو په وسیله ترسره کېږي؛ نو پدې اساس پولیس به هېچاته اجازه ورنه کړي څو چې دا وسلې او د تورو ښیښو موټر وګرځوي او له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند کېږي.