کابل کې د اور وژنې ځواکونو پر وخت اقدام د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو مالي زیان مخه ونیوله

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۵
sdf

د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند په خوست‌منګل پټرولیم کې د اورلګېدنې له امله، پېښو ته رسېدو او اوروژنې عمومي ریاست اړوند د کابل د اور وژنې ځواکونو پر وخت رسېدنې او چټک غبرګون په پایله کې اور مهار کړ او د تېلو د ټانکر د چاودنې او شاوخوا زېرمو ته د اور د خپرېدو مخه یې ونیوله.

د اور وژنې ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالي شتمنیو ساتنه وشوه او د اور د یوې احتمالي لویې پېښې مخه ونیول شوه.