کابل کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۱:۱
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې په کابل ښار کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نیولو په موخه ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي د هیرویینو، ښيښه، چرسو او نشه کوونکو تابلېتونو له ډوله او همدارنګه ۲۴ زره افغانۍ نقدې پيسې هم ترلاسه شوې دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.