کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۱۳
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوف وسلې، درې قبضې تومانچې، مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.