کابل کې دوه تنه د "کا" نشه‌کوونکو تابلېتونو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۵:۳۵
2

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د "کا" نشه‌کوونکو  تابلېتونو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۱۹۴۵ قرصه "کا" نشه‌کوونکي تابلېتونه په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځيرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې په کابل ښار کې یې د نشه‌يي توکو  پر پرچون پلورونکو شبکو وپلوري.
د یادولو وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.